پېښور زلمي او اسلام‌اباد یونایټېډ د پي‌اېس‌اېل دویمه اېلېمنېټور لوبه کوي

د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ سیالیو په دویمه اېلېمنېټور لوبه کې پېښور زلمي د اسلام‌اباد یونایټېډ پر وړاندې لوبېږي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن شنبه د مارچ ۱۶مه، ۸:۳۰ بجې د پاکستان د کراچۍ ملي کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

نادولتي موسسې: پر تړونونو د اقتصاد وزارت د څار لارښود به مو چارې ټکنۍ کړي

د اقتصاد وزارت له ټولو کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو غوښتنه کړې چې د خپلو تدارکاتي پړاوونو مخته وړو پرمهال د دغه وزارت استازي ته بلنه ورکړي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب سلام‌وطندار ته وايي، د موسسو ټولو تدارکاتي پړاوونو کې د دغه وزارت د استازي شتون، د هغوی فعالیتونو کې رڼښت راولي او د مالیې ورکولو بحث روښانوي.

سرپرست حکومت افغانستان کې د یوناما د ماموریت له تمدید هرکلی کړی

د ملګروملتونو امنیت شورا «جمعه، کب ۲۵مه» په افغانستان کې د خپلې سیاسي استازولي ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

د تصویب شوي پرېکړه‌لیک له مخې به یوناما د راتلونکي ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۱۷مې افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي. سرپرست حکومت هم د یوناما ماموریت له غځېدو هرکلی کړی او هغه یې د افغانستان په ګټه بللی دی.

د شمالي‌کوریا مشر په لومړي ځل د پوتین ډالۍ شوی موټر وچلاوه

د شمالي کوریا مشر کېم‌ جونګ اون د لومړي ځل لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري د ډالۍ په توګه ورکړل شوی «روسي لېموزین» موټر چلولی دی.

نوموړي «جمعه، مارچ، ۱۵مه» دغه موټر کارولی دی. د Aurus Senat په نوم دغه ګران بیه موټر د روان کال فبرورۍ کې شمالي کوریا ته رسېدلی دی.

پاکستان د ۳میلیارډ ډالرو پور ترلاسه‌ کولو لپاره له ای‌اېم‌اېف سره غږېدلی

د پاکستان مالیې وزارت چارواکي وايي چې د درې میلیارډ ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق (ای‌اېم‌اېف) له پلاوي سره غږېدلي دي.

دغه لیدنه چې د یاد هېواد پلازمېنې اسلام‌اباد کې شوې، د پاکستان مالیې وزیر اورنګزېب‌ خان او د ای‌اېم‌اېف پلاوي مشري نېټن پورټر د دغه هېواد د اقتصادي او مالي چارو د دویمې ارزونې په تړاو خبرې کړې دي.

ننګرهار کې د یوه کال پرمهال د شري ناروغي ۱۹ ماشومان مړه کړي

ننګرهار کې ډاکټران وايي چې په دغه ولایت کې د کوچنیو ماشومانو ترمنځ د شري ناروغي پراخه شوې ده.

ننګرهار کې د انتاني ناروغيو د روغتون متخصص ډاکټر سيدمحمد محمدي سلام‌وطندار ته وویل، د تېر يوه کال په موده کې یاد روغتون ته پر شري اخته ۹۶۰ ناروغان وروړل شوي چې له ډلې یې ۱۹ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.