د بدخشان ولایتي روغتون کې د متخصصو ډاکټرانو له نشتون د ناروغ‌لرونکو شکایت

د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار ناروغ‌لرونکي د دغه ولایت اړوند د ولایتي روغتون په بېړنۍ څانګه کې د متخصصو ډاکټرانو له نشتون شکایت کوي. دوی له مسوولانو غواړي چې دغه ستونزه یې هواره کړي. د دوی په وینا، یاد روغتون ۱۲۰ بستره لري او تشکیلات یې بسترو ته په کتو جوړ شوې دي.

ملګري ملتونه: ۸۵سلنه افغانان د ورځې له یوه ډالر کم عاید لري

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام افغانستان کې د بې‌وزلۍ پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د مالي تمویلوونکو د مرستو کمښت ترڅنګ دغه هېواد کې د خلکو ورځنی عاید هم کم شوی دی.

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان کې ۸۵سلنه خلک د ورځې له یوه ډالر کم عاید لري.

عبدالکبیر: برېټانیا دې د افغانستان رښتینی تصویر نړۍ ته وړاندې کړي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر د برېټانیا شارژدافیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، برېټانیا دې نړۍ ته د افغانستان رښتینی تصویر وړاندې کړي.

هغه د برېټانیا شارژدافیر چارترن دکسن سره لیدنه کې د یاد هېواد او افغانستان اړیکې دوستانه بللي او غوښتنه یې کړې چې دغه هېواد دې نړۍ ته د افغانستان رښتینی تصویر وړاندې کړي.

نیوزیلنډ په لومړۍ شل اووره لوبه کې پاکستان په ګونډو کړ

د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په خپل کوربه‌توب د پنځو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان د ۴۶ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.

د نیوزیلنډ لوبډلې د لوبډلمشر کېن ویلیامسن او ډارېل مېچل د نیمه سلیزو پر مټ ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې پاکستان ته د ۲۲۷ منډو هدف ورکړی و چې پاکستان یوازې ۱۸۰ منډې جوړې کړې.

پاکستان: کابل ته د فضل‌الرحمن د سفر ملاتړ نه‌کوو

کابل ته د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر فضل‌الرحمن سفر سره هم‌مهاله د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پاکستان د نوموړي له سفر ملاتړ نه‌کوي.

د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ پرون پنج‌شنبه«جنورۍ ۱۱مه» اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته ویلي چې فضل‌الرحمن په شخصي توګه کابل ته سفر کړی او د پاکستان لنډمهاله حکومت یې ملاتړ نه‌کوي.