میدانوردګ کې له پاکستانه راستانه شویو کډوالو ته کورونه جوړېږي
د میدانوردګ چارواکي وایي چې له پاکستان څخه په زور د ایستلو شویو افغان کډوالو لپاره د دغه ولایت د کډوالو ښارګوټي کې ۲۷۲ د هستوګنې کورونه جوړوي.
د میدانوردګ چارواکي وایي چې له پاکستان څخه په زور د ایستلو شویو افغان کډوالو لپاره د دغه ولایت د کډوالو ښارګوټي کې ۲۷۲ د هستوګنې کورونه جوړوي.
د پاکستان حکومت نن پنجشنبه د لړم یوولسمه له دغه هېواده په زوره د بېاسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې د راپورونو له مخې، پولیس د یاد هېواد بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو مېشتځایونو باندې چاپې هم وهلي دي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري/UNCHR له لوري دغه ولایت کې یوه روغتیايي مرکز ته د ۲۰۰زره ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه کړه.
فلسطیني چارواکي وايي چې د غزې د کډوالو تر ټولو ستر کمپ جبالیا کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو پر مهال ۱۹۵ کسان وژل شوي او ۱۲۰ نور لادرکه دي.
د هند په کوربهتوب د روان یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن کوربه هندۍ لوبډله له سریلانکا سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده سیالي نن پنجشنبه د نومبر دویمه د هند د ممبی په «وانګېډه کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.
د کندوز د «رستاقاباد» ولسوالي اوسېدونکو دغه ولسوالي کې د یوه ښوونځي لپاره د میلیون او ۲۰۰زره افغانیو په لګښت ځمکه پېرلې او د یاد ولایت پوهنې ریاست ته یې سپارلې ده.
د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت ډنډپټان ولسوالي کې پر ډیورنډ فرضي کرښه له پاکستان سره ګډه د خرلاڅي دروازه له تېرو څو ورځو راهیسې تړل شوې ده. د پکتيا ولايت مقام وياند عبدالقدير احمدي سلاموطندار ته ويلي چې دغه دروازه له کرښې پورې غاړې ته د جګړې له امله تړل شوې.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون