
د میمنې ښاروالي زړۍ هټۍ ورانوي او د ښاري نظم لپاره یې بېرته رغوي
د فاریاب د مرکز میمنې ښاروالي وايي چې له یوې میاشتې راهیسې یې په دغه ښار کې د زړو او نامعیاري هټیو ورانولو او د ښاري نظم لپاره یې د بېرته رغولو چارې پیل کړې دي.

د فاریاب د مرکز میمنې ښاروالي وايي چې له یوې میاشتې راهیسې یې په دغه ښار کې د زړو او نامعیاري هټیو ورانولو او د ښاري نظم لپاره یې د بېرته رغولو چارې پیل کړې دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پاکستان د دغه ولایت مسوولانو ته ۲۷ افغان بندیان چې تازه له بنده خوشې شوي، سپارلي دي.

یوشمېر ډاکټران د لوی اختر را رسېدو ته په کتو وايي چې د اختر ورځو کې د پسونو او غویانو د غوښې کارېدو زیاتوالي او له حیواناتو سره د خلکو نږدې پاتې کېدو له کبله به ښايي پر کانګو د اخته کېدونکو کسانو شمېر زیات شي. د عمومي داخلې متخصص فرید رفیعي وايي چې د کانګو تبه یوه ساري ناروغي ده او پهکار ده چې خلک یې په اړه معلومات ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه راپور کې لیکلي چې د نږدې تېردو دوو کلونو پر مهال د په لاس جوړ شویو چاودېدونکو توکو په چاودنو کې دوه زره او ۸۱۴ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده. په راپور کې لیکل شوي د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې ۲۸۹ ماشومان او ۱۶۹ ښځې شاملې دي.