
شنونکي: ۱۴۰۱ کې افغانستان منزوي و؛ بلال کریمي: ډېری سفارتخونې پرانېستل شوي
افغانان داسې مهال د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې دویم لمریز کال پیلوي چې لا هم د افغانستان اوسنی حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی. یوشمېر کارپوهان وايي چې د نړیوالې ټولنې لهخوا د اوسني حکومت په رسمیت نه پېژندل او دوام یې لامل شوي چې افغانان زیان وویني.