
روزګان کې یوه کس خپله مېرمن وژلې
د روزګان ولایت مسوولان وايي چې یوه کس د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالي کې خپله مېرمن په مرمۍ وژلې ده.
د روزګان د والي ویاند احسانالله حماس سلاموطندار ته وويل چې د محمدنسيم په نوم دغه کس تېره ورځ خپله مېرمن وژلې ده.

د روزګان ولایت مسوولان وايي چې یوه کس د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالي کې خپله مېرمن په مرمۍ وژلې ده.
د روزګان د والي ویاند احسانالله حماس سلاموطندار ته وويل چې د محمدنسيم په نوم دغه کس تېره ورځ خپله مېرمن وژلې ده.

د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د «هوا» په نوم یوې خصوصي راډیو فعالیت پیل کړی دی.

هېواد کې د هندوانو او سېکانو د عبادتځایونو مسوولان، د سېکانو او هندوانو وضعیت څخه اندېښنه ښيي. دوی وايي، د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې څه باندې ۹۰۰ افغان هندوان او سېکان افغانستان څخه وتلي او اوس یې ډېر کمشمېر هېواد کې پاتې دي.

کابل کې یوشمېر زرګران د زرګرۍ بازار له سوړوالي شکایت کوي او وايي، د پلور کچه یې تر ۸۰سلنې کمه شوې ده.
کابل کې د سرو زرو پلورونکی محمدنبي سلاموطندار ته وايي، د بېوزلۍ، وزګارتیا او لوږې له امله یې بازار کمرنګه شوی. د نوموړي په وینا، خلک د سرو زرو د پلور پرځای خپل سره زر دوی ته د پلور لپاره راوړي. محمدنبي زیاتوي، د هېواد بازارونو کې د سرو زرو بیې لوړېدل هم لامل شوي چې خلک د پخوا په پرتله هغومره سره زر وانهخلي.

د سعودي عربستان د النصر/ الهلال او د فرانسې د پاریسن جرمن لوبډلو ترمنځ د نن شپې د کېدونکې لوبې یو ټکټ په ۱۰ میلیونه ریاله چې ۲.۶ میلیونه ډالره کېږي، پلورل شوی دی.

فاریاب کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي، د روانې اوونۍ د سهشنبې پر ورځ د یاد ولایت ګرزېوان ولسوالي کې د سېلابونو له کبله د ۴۰۰۰ کورنیو مواصلاتي لارې تړل شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ګرزېوان ولسوالي یوه قومي مشر محمداکرم وايي، تېره سهشنبه د یادې ولسوالي «جرقلعه» کلي کې د سېلاب له امله ټولې لارې تړل شوي دي.

د نیوزیلنډ او کوربه هند د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې هند لوبډلې نیوزیلنډ ته د ۱۲ منډو په توپیر ماته ورکړه.