کابل کې د پاکستان شارژدافیر له وسله‌وال برید نه روغ وتلی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر ټویټر کابل کې د پاکستان پر شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني وسله‌وال برید غندلی دی.
د پاکستان لومړي وزیر هغه ساتونکی هم ستایلی چې نظاماني ته یې ځان سپر ګرځولی او هغه یې له مرګ نه ساتلی دی.

حکمتیار: بریدګر په چادري کې راپسې راغلي وو

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي چې نن دوه دوو وسله‌والو بریدګرو غوښتل چې ده ته ځان ورسوي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې ووژل شول.
هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، بریدګر چې ځانمرګي واسکټونه یې هم اغوستي وو، په چادري کې پسې راغلي وو، خو د ده په وژلو ونه توانېدل. هغه وایي، دې پېښې کې دوه بریدګر او یو د ده کس وژل شوی او دوه کسان یې ټپیان شوي دي.

سرچینه: د ګلبدین حکمتیار پر دفتر د موټربم برید مخه نیول شوې

د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب‌ اسلامي یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته تایید کړه چې څو شېبې مخکې یې پر دفتر د موټربم برید پلان شنډ کړی دی.
د سرچینې په وینا، دوو بریدګرو چې غوښتل یې د حزب‌ اسلامي دفتر ته ننوځي، خو د ګلبدین حکمتیار د ساتونکو له لوري په نښه او وژل شوي دي.

د هرات د ورېښمو صنعت‌کارانو ټولنه له ۲۵ کلن ځنډ وروسته بیا جوړه شوه

د هرات د کرنې ریاست مسوولانو د هرات د ورېښمو صنعت‌کارانو ټولنې د بیا جوړېدو موخه د ورېښمو یا د افغانستان د سپینو زرو صنعت وده او پرمختګ یادوي. د هرات د ورېښمو یو صنعت‌کار جمعه‌خان چې ۴۰ کاله یې په دې برخه کې کار کړی وايي، اوس د ورېښمو چینجیو لپاره څلور صندوقونه لري او که دغه صنعت ته پام وشي، نور پرمختګ به هم وکړي.

کابل کې ګازو د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه کړي

باختر دولتي اژانس پر ټویټر د امنیتي مسوولانو له قوله لیکلي چې ګازو د کابل ښار په تایمني سیمه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه کړي دي. د باختر په وینا، په مړو شویو کسانو کې دوه ښځې او څلور ماشومان شامل دي. بله‌خوا پر ټولنیزو رسنیو د دې پېښې یوه ویډیو خپره شوې چې ښيي، یوه ښځه او څلور ماشومان د خوب په بستره او بله ښځه هم په تشناب کې مړه شوې ده.