بغلان کې ۵۰۰ مېرمنو او نارینهوو ته د حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوه
د بغلان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۴۲۷ اړمنو ښځو او ۷۳ ځوانانو لپاره د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوه.
د بغلان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د ۴۲۷ اړمنو ښځو او ۷۳ ځوانانو لپاره د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوه.
کابل کې ښار کې سلګونه سوداګرو د یوه خصوصي بانک له لوري د دوی د پیسو د نه ورکړې له امله اعتراض کړی دی.
د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د نړیوالې غونډې له پیلېدو سره هممهاله هېواد کې د اقلیمي بدلون د خطرونو کمېدو په موخه د اسلامي امارت سرپرست حکومت دې برخه کې له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه. ا.ا ویلي، هېواد کې د اقلیمي بدلون د خطرونو کمېدو برخه کې د نړیوالې ټولنې مرسته اړینه ده.
د افغانستان د فوټبال ۱۴کلنه لوبډله د مرکزي اسیا د فوټبال له ۱۴ کلنو څخه د کم عمر لرونکو ملي لوبډلو ترمنځ د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون په موخه نن تاجکستان ته لاړه.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې افغانستان کې بشردوستانه مرستو د اړتیاوو کلنۍ ارزونه کوي.
د پکتیا محلي مسوولان وايي چې نن دوشنبه د (لړم ۱۶مه) په مرکز ګردېز کې د روغتیایي علومو له انستیټیوټ څخه د فزیوتراپي له څانګې ۱۶ نجونې فارغې شوې.
ازانګه افغان د سږنی کال کانکور ازموینې د زرګونه کډونوالو له ډلې هغه ښځينه زده کوونکې ده چې د ننګرهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي ته یې لاره پیدا کړې ده. د فېسبوک ګڼشمېر کارونکو په دې تړاو تبصرې کړي او زده کړو ته د هڅونې او ملاتړ په موخه یې د عزت افغان هڅه ستایلې ده.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون