
د بامیان د پاسپورټ مدیر د اداري فساد په تور ونیول شو
په بامیان کې محلي سرچینو سلاموطندار ته وويل چې د دغه ولايت د پاسپورټ مدیر مولوي عتيقالله د اداري فساد او له دندې څخه د ناوړه استفادې په تور نيول شوى دى.

په بامیان کې محلي سرچینو سلاموطندار ته وويل چې د دغه ولايت د پاسپورټ مدیر مولوي عتيقالله د اداري فساد او له دندې څخه د ناوړه استفادې په تور نيول شوى دى.

د کورونا ویروس خپرېدو او ورپسې د اوکرایین جګړې د افغانستان په ګډون نړۍ کې د خوراکي او نفتي توکو نرخونه لوړ کړي دي.
په دې تړاو نړیوال بانک د نړۍ د اقتصادي ودې په اړه کلني راپور کې خبرداری ورکړی چې د خوراکي توکو او تېلو بیو لوړېدو له امله به د ۱۹۷۰ کال څخه وروسته په لومړی ځل نړۍ له لوړ انفلاسیون سره مخ شي.

بامیان کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي، د دغه ولایت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې رییس قاري عبدالفتاح تېره اوونۍ د بامیان د والي عبدالله سرحدي ساتونکو نیولی او له دندې ګوښه شوی دی. د بامیان د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني د یاد خبر د تایید ترڅنګ ویلي، عبدالفتاح په کاري چارو کې د سرغړونې په تور له دندې ګوښه کړل شوی دی.

باختر خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، یوشمېر هغه پوځي وسایط، وسلې او مهمات چې د مخکیني حکومت د پرځېدو پرمهال ایران ته لېږدول شوی وو، بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي.
باختر ویلي چې دغه پوځي وسایط او تجهیزات د اسلامي امارت د مسوولانو له هڅو وروسته پرون ایراني چارواکو اسلاکلا بندر کې افغان لوري ته سپارلي دي.

ځايي سرچینې سلاموطندار ته وايي، یاده مېرمن چې امیندواره هم ده تېره شپه نهه بجې د کندهار خاکرېز ولسوالۍ کې د اوبو ۶۰ متره ژورې څاه ته لوېدلې ده.