د هېواد په څلورو ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۱۳ کسان مړه شوي
په فاریاب، بغلان، پروان، میدانوردک او بادغیس ولایتونو کې د سېلابونو د راوتو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. د فاریاب له پېښو سره د مبارزې امر سید مسعود وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د قیصار، کوهستان او پښتونکوټ ولسوالیو او میمنې ښار کې د سېلابونو راوتلو له امله ۴ کسانو ژوند بایللی او یو زر او ۳ سوه کورونه سېلابونو وړي دي.