فاریاب؛ پلورل شوې نجلۍ بېرته خپلې کورنۍ ته ستنه کړل شوه
سلاموطندار د تېرې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ په فاریاب کې د یوې کورنۍ په اړه راپور خپور کړ چې د بېوزله له کبله یې خپل لس کلنه لور د میمنې ښار بازار ته د پلور لپاره راوستې وه چې وروسته د نجلۍ پلار هغه پر یوه کس وپلورله. له یوې خیرغوښتونکې مېرمنې سره د سلاموطندار په همغږۍ، پلورل شوې نجلۍ بېرته خپلې کورنۍ ته ستنه کړل شوې ده.