د ننګرهار ټرافیکو له تېرو ۷ میاشتو راهیسې معاش نهدی اخیستی
د ننګرهار د ټرافیکو مدیریت د موټرونو د تنظیم لپاره ۱۰۲ کارکوونکي لري خو ۷ میاشتې وشوې، چې معاش او ۱۰ میاشتې وشوې چې «بدل اعاشه» یې نه دي اخیستي.
د ننګرهار د ټرافیکو مدیریت د موټرونو د تنظیم لپاره ۱۰۲ کارکوونکي لري خو ۷ میاشتې وشوې، چې معاش او ۱۰ میاشتې وشوې چې «بدل اعاشه» یې نه دي اخیستي.
په ننګرهار کې د دوست په نوم د یوې سیمهییزې راډیو مسوول سهار سیرت د کورنۍ غړي وایي چې سیرت د تېرې پنجشنبې په ورځ کابل کې نادرکه شوی، خو د یوې اونۍ په تېرېدو سره لا هم د هغه په اړه معلومات نشته.
د بشري حقونو څار سازمان په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنۍ راپور کې ویلي چې په تېر اګست میاشت کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په افغانستان کې اوږد مهاله جګړه د بشري ناورین او بشري حقونو بحران ته لاره هواره کړه.
د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) په افغانستان کې پر خوارځواکي د اخته ماشومانو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په افغانستان کې یې د یوه بشري ناورین د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی. دې کمېټې په یوه راپور کې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې پر خوارځواکي د اخته ماشومانو شمېر ۳۰سلنه زیات شوی دی.
د افغانستان برښنا شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان د برښنا په یوه دستګاه کې د تخنیکي ستونزې د حل وروسته له ازبکستان څخه د برښنا د واردولو بهیر بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون