پاکستان نن د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې کوربه‌ دی

د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د امریکا، اروپایي ټولنې او یو‌شمیر نورو هېوادونو د استازیو په ګډون جوړه شوه. دې غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، اسلامي او د نړۍ نور هېوادونه باید له افغانستان سره مرستې جاري وساتي، څو د بشري ناورین مخه ونیول شي.

جې‌شنکر: له افغانانو سره د مرستې لپاره باید د حل ګډې لارې ولټول شي

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې‌شنکر ویلي، د مرکزي اسیا هېوادونه له خنډ پرته په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشردوستانه مرستو د تضمین په اړه ګډې اندېښنې لري. نوموړي د افغانستان له وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، د دغه هېواد له اوسېدونکو سره د مرستې لپاره باید ګډې حل لارې ولټول شي.

پکتیاوالې: ښځينه پولیسې دې بېرته دندو ته وغوښتل شي

پکتيا کې يوشمېر ښځې له اوسني نظام څخه غواړي چې د تېر په څېر ښځينه پوليسو ته په ځينو ادارو کې د اړتیا پر بنسټ دندې ورکړي. دغه ښځې وايي چې ډېری وختونه د پېژندپاڼو او پاسپورټونو د اخيستو او نورو ملکي ادارو ته د ورتګ پر مهال ښځينه پولیسو ته زياته اړتيا ليدل کېږي.

د اسلامي همکاریو سازمان: افغانستان زمونږ بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري

د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه د خپلې اوولسمې ناستې د جوړېدو په درشل کې ویلي، افغانستان د دغه سازمان د غړو هېوادونو بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري. دغه سازمان له خپلو غړو او نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره مالي سرچینې او د بېړنیو مرستو د رسولو په برخه کې خپل پروګرامونه بسیج کړي.