غور کې د بانکونو تړل کېدو خلکو ته سرخوږی جوړ کړی
که څه هم د طالبانو له لوري د غور د مرکز فېروزکوه ښار د نیول کېدو شاوخوا یوه میاشت تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ خصوصي بانک پهکې فعالیت نه دی پیل کړی او دغه کار خلکو ته د سخت سرخوږي جوړولو لامل شوی دی.
که څه هم د طالبانو له لوري د غور د مرکز فېروزکوه ښار د نیول کېدو شاوخوا یوه میاشت تېرېږي، خو تر اوسه هېڅ خصوصي بانک پهکې فعالیت نه دی پیل کړی او دغه کار خلکو ته د سخت سرخوږي جوړولو لامل شوی دی.
د لومړي ځل لپاره نن کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د وسپنې او فلزاتو د ویلې کولو ټولنه جوړه شوه چې موخه یې د دغه صنعت پراختیا په کوته شوې ده.
طالبانو پر افغانستان تر ولکې درې اوونۍ وروسته کابینه اعلان کړه، خو دا چې کابینه یې انحصاري او یوه قوم پورې اړوند بلل کېږي، د سیمې او نړۍ هېوادونو پرې نیوکې وکړې.
سیاسي شنونکي وايي، طالبانو تراوسه د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې هېڅ شرط نه دی پوره کړی او راتلونکي کې یې د ژمنو عملي کول هم لرې برېښي.
نږدې یوه میاشت کېږي چې طالبانو پر هېواد ولکه خپله کړې چې له امله یې د هېواد په ګڼو ولایتونو له هغې ډلې په بغلان ولایت کې بانکونه تړلي چې دغې چارې د یاد ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. د بغلان اوسېدونکي وایي چې دې ته اندېښمن دي چې پیسې به یې له بانکونو ورکې شي. دینمحمد چې د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، وايي، د دوه میاشتو معاش یې په بانکي حساب کې دی او نه دی بریالی شوی چې خپلې پيسې ترلاسه کړي
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون