
د ښځو حقونو فعالانې: طالبانو د ښځو چارو وزارت لغوه کړی
د طالبانو له لوري د کابینې له اعلان وروسته نن په کابل کې د ښځو د حقونو فعالانو په یوې اعتراضیه غونډه کې وویل چې طالبانو په خپله کابینه کې د ښځو چارو وزارت لغوه کړی دی.

د طالبانو له لوري د کابینې له اعلان وروسته نن په کابل کې د ښځو د حقونو فعالانو په یوې اعتراضیه غونډه کې وویل چې طالبانو په خپله کابینه کې د ښځو چارو وزارت لغوه کړی دی.

د طالبانو له لوري د پلازمېنې کابل او ولایتونو له نیولو درې اوونۍ وروسته، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پرون په یوې خبري غونډه کې د طالبانو د نوي حکومت او د سرپرستې کابینې نوملړ اعلان کړ. د یاد نوملړ پر اساس، ملا محمدحسن آخوند د ریاست الوزرا سرپرست، ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي يې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي. د دې ترڅنګ، د ۱۹ وزارتونو لپاره سرپرستان هم د طالبانو له لورې معرفي شوي دي.

پرون د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوې خبري ناسته کې د طالبانو سرپرسته کابینه اعلان کړه چې ورسره په کور دننه او له هېواده بهر یې د ګڼشمېر سیاستوالو، د چارو شنونکو، د طالبانو ضد اړخونو او ځینو هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي. له هېواد بهر یوشمېر سیاسي شنونکو ویلي، د طالبانو کابینه د دې واقعیت ښکارندویي کوي چې اسلامي امارت پرته له خپلو کسانو د بل چا زغم نه لري.

د افغانستان د ورځپاڼو ټولنې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له لوري د خبریالانو نیولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او د نیول شویو خبریالانو د بېرته خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

په پروان ولایت لسګونه ځوانانو او مدني فعالانو نن له غرمې وړاندې په پنجشېر ولایت کې د عملیاتو پر مهال د پاکستان د پوخي لاس وهنې په اړه لاریون وکړ.

طالبانو پرون ماښام خپله سرپرسته کابینه او ورسره یې په افغانستان کې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ. د طالبانو د سرپرستې کابینې نوملړ چې ۳۳ کسان پکې شامل دي، پرون ماښام د طالبانو د ویاند له لوري په یوې خبري غونډه کې اعلان شوه. د طالبانو د ویاند د اعلان پربنسټ، ملا محمدحسن آخند له دوو مرستیالانو سره د نوي سرپرست حکومت د وزیرانو رییس ټاکل شوی دی.