
د بغلان پر مخکینیو مسوولانو د طالبانو له لوري د تاریخي اثارو د قاچاق تور
د هر هېواد تاریخ اثار د هغه د فرهنګ ښکارندويي کوي او بغلان هم د افغانستان یو فرهنګي ولایت یادېږي، خو طالبان بهر ته د دغه ولایت د ډېرو تاریخي اثارو د قاچاق خبر ورکوي.

د هر هېواد تاریخ اثار د هغه د فرهنګ ښکارندويي کوي او بغلان هم د افغانستان یو فرهنګي ولایت یادېږي، خو طالبان بهر ته د دغه ولایت د ډېرو تاریخي اثارو د قاچاق خبر ورکوي.

وروسته له هغې چې طالبانو د پنجشېر ولایت د نیولو ادعا وکړه، د ملي مقاومت جبهې قومندان احمد مسعود په یوه غږیز پیغام کې له خلکو غوښتنه کړې چې د طالبانو پر وړاندې دې «عمومي پاڅون» پیل کړي. وموړي همداراز په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې پنجشېر کې دی او مقاومت یې دوام لري.

کابل ته د پاکستان د استخباراتو یا ایاېسای د رییس فیض حمید راتګ پر ټولنیزو رسنیو د افغانان ګڼ غبرګونونه راوپارول. نن هم ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې پر بنسټ یې، پاکستاني ځواکونو بېګاه د نوموړي له سفر وروسته پر پنجشېر د طالبانو په ملاتړ بریدونه کړي دي.

د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي او د احمد مسعود سکرټر عبدالودود ذره بېګاه د طالبانو په برید کې ووژل شول. په همدې حال کې سرچینې پر پنجشېر د پاکستان د بېپیلوټه الوتکو د بمبار خبر ورکوي. شنونکي بیا باور لري چې د پاکستان د استخباراتو رییس د پنجشېر جګړې په مدیریت کې رول درلود او د پاکستاني ځواکونو موجودیت د جګړې لوری بدل کړ.

په پنجشېر کې د طالبانو ضد د مقاومت جبهې ویاند او د افغانستان د خبریالانو د ټولنې رییس فهیم دشتي بېګاه شپه پر پنجشېر د طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.