د مخکیني حکومت کارکوونکي له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي
وروسته له هغې چې محمداشرف غني له هېواده ووت او طالبانو پر افغانستان ولکه خپله کړه، په ټول هېواد کې د دولتي ادارو فعالیتونه په ټپه ودرېدل چې له امله یې د مخکیني حکومت کارکوونکي له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.