د جګړې په سیمو کې د بشري حقونو د نقض په اړه د یوناما اندېښنه
په افغانستان د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د دوامدارې جګړې له کبله د بشري حقونو د نقض په اړه خپاره شوي راپورونه د اندېښنې وړ دي.