په یوشمېر ولایتونو کې د جګړې دوام
د هېواد یوشمېر ولایتونه په وروستیو دوو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو شاهدان وو. په دغو ولایتونو کې ځايي سرچینې وايي چې طالبان د پرمختګ په حال کې دي.
د هېواد یوشمېر ولایتونه په وروستیو دوو میاشتو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو شاهدان وو. په دغو ولایتونو کې ځايي سرچینې وايي چې طالبان د پرمختګ په حال کې دي.
په بدخشان کې یوشمېر مېرمنې ادعا کوي چې د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست فعالیتونه یوازې مرکزي سیمو پورې محدود دي او لرې پرتو سیمو کې د ښځو وضعیت د ښهوالي لپاره یې بنسټیز کار نه دی کړی.
په دې وروستیو کې د ټول هېواد په کچه د جګړو زیاتېدو او ورسره هممهاله د طالبانو لاس ته د لسګونو ولسوالیو له لوېدو وروسته، د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن روسيې ته په یوه دوه ورځني سفرتللی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت پرون په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېروالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې یوازې په تېرو ۱۲ کلونو کې ۳۸ ملکیان وژل شوي دي.
دغه سفارت لیکلي: «څرنګه چې په افغانستان کې پر ملکیانو او عامه بنسټونو د طالبانو بریدونو په اړه د رسنیو او لومړی لاس راپورونو ګورو، موږ بیا هم د دوامداره تاوتریخوالي د پای ته رسېدو چې ډېری د طالبانو له لوري کېږي، غوښتنه کوو»
وسلهوالو طالبانو په وروستیو څو ورځو کې د بغلان ولایت پر لویو لارو ولکه ټينګه کړې او په دغو لارو کې یې د پلټنې پوستې رامنځ ته کړي چې ورسره یې د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې کړي دي. د بغلان ولایت اوسېدونکي وایي چې ډېری وخت د جګړو له امله د دغه ولایت لویې لارې تړلې وي او مسافر نه شي کولای په ارامه زړه مسافر وکړي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون