موندنې: د کورونا په اړه ۳۵سلنه افغانانو د روغتیا وزارت لارښوونو ته پام کړی
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوت نن پنجشنبه «په افغانستان کې د کوویډ ـ ۱۹ ناروغۍ په اړه د خلکو لیدلوري، کړنو او د خپرېدو اغېزو ارزولو» تر نوم لاندې تازه نظرپوښتنه خپره کړه. دغه نظرپوښتنه ۳۴ ولایتونو کې له ۲۹۰۷کسانو سره د مخامخ خبرو له لارې شوې ده.