د عبدالرووف د تښتونې په اړه د اعتراضونو دوام؛ معترضانو د بلخ د محلي چارواکيو استعفا وغوښته

د جوزجان ولايت سلګونو اوسېدونکيو چې له درې ورځو راهيسې يې د جوزجان‌-‌بلخ لويه لاره تړلې، نن يې د بلخ ولايت د محلي چارواکيو د استعفا غوښتنه وکړه.

معترضانو د خپل اعتراض په درېيمه ورځ د اقچې ولسوالي درې لارې کې خبرداری ورکوي، که په دې برخه کې روانه بې‌غوري دوام وکړي، موټرونو ته به اور واچوي او مدني نافرمانيو ته به لاس کړي.

خصوصي پوهنتونونو کې د فیس له لوړوالي د زده‌کړیالانو شکایت

په خصوصي پوهنتونونو کې د لوړو فیسونو اخیستل هغه ستونزه ده چې زده‌کړیالان یې تل په اړه شکایت کوي.
زده‌کړیالان په دې برخه کې د لوړو زده‌کړو وزارت او نورې اړوندې ادارې پر بې‌غورۍ تورنوي او وایي، تر اوسه د دې ستونزې د حل لپاره هېڅ کار نه دی شوی.

د هرات په اسلام‌کلا ګمرک کې اورلګېدنه؛ تر اوسه ۱۰ کسان ټپیان شوي

د هرات محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اسلام‌کلا ګمرک کې لسګونه ټانکرو او تاسیساتو اور اخیستی دی.
د هرات والي سیدعبدالوحید قتالي وايي، نن له غرمې وروسته په اسلام‌کلا ګمرک کې اور لګېدلی چې په وینا یې، د هوايي ځواک له مرستې پرته د مهارېدو وړ نه دی. د هغه په خبره، د دې اورلګېدنې د مهارولو لپاره یې د بهرنیو چارو وزارت له لارې له ایران نه مرسته غوښتې ده، خو د ایران مشهد هم د دغه اور د مهارېدو امکانات نه لري. قتالي زیاتوي، اوس یې له بهرنیو ځواکونو مرسته غوښتې چې له هوا نه دا پراخه اورلګېدنه مهار کړي.

کاپيسا کې د یوه خاوند او مېرمنې مرموزه وژنه

د کاپيسا امنيتي مسوولان وايي، د ياد ولايت مرکز د محمود راقي ښار «رېګ روان» سيمه کې د پنجشنبې په شپه وسله‌والو کسان يوه کور ته ورغلي او د ماشومانو په مخ کې يې يوه مور او پلار وژلي دي.
د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ د امنيت امر محمدمعشوق کوهستاني د ياد خبر په تاييد سره سلام‌وطندار ته وايي، د پېښې عاملانو…