
له سلاموطندار سره د ناټو د ملکي استازي ځانګړې مرکه
سټیفانو پانټیکورو، د افغانستان لپاره د ناټو سازمان ملکي استازی دی. سلاموطندار د سولې خبرواترو، طالبانو او له افغانستان سره د ناټو د راتلونکي ملاتړ په اړه له نوموړي سره مرکه کړې ده.

سټیفانو پانټیکورو، د افغانستان لپاره د ناټو سازمان ملکي استازی دی. سلاموطندار د سولې خبرواترو، طالبانو او له افغانستان سره د ناټو د راتلونکي ملاتړ په اړه له نوموړي سره مرکه کړې ده.

د کابل یوشمېر اوسېدونکي د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې د شپې له خوا ډزې چې د ناڅرګندو کسانو له خوا کېږي، ناراموونکي بولي او وايي، دغه ډزې د زورواکو او خپلسرو کسانو له خوا کېږي.

نن د تلې میاشتې ۱۳مه نېټه په هېواد کې د ښوونکي له ورځې سره برابره ده؛ خو په دې ورځ ښوونکي شکايت کوي چې حکومت په ژمنو عمل نه دی کړی.

ټاکل شوې د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله د روانې میلادي میاشتې په ۶مه نېټه «د سې شنبې په ورځ» د هندي چارواکيو په رسمي بلنه هند ته لاړ شي.

د ملي یووالي حکومت په ۱۳۹۷ کال کې د کانکور په اړه یوه طرحه تایید کړه چې زیاترو ورته د کانکور د سهمیهبندۍ نوم ورکړ او له هغه وروسته دغه سهمیهبندي د خلکو، په ځانګړې توګه د کانکور ګډونوالو لپاره د بحث وړ موضوع شوه.