د پکتیا ځایي مسوولان وایي، د اريوبځاځي ولسوالي سپينېشګې تفريحي پارک يو خصوصي شرکت ته د ١٢ کلونو لپار په قرارداد ورکړل شو.
د پکتيا د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رییس مولوي سيدامين هاشمي وويل، قراردادي شرکت به د کوټکي له بازاره پارک پورې ٧ کيلومتره سړک په اساسي ډول جوړوي، د اوبو سيستم، ٢٤ ساعته برښنا، سيار کلينک او ځينې نورې اړينې اسانتياوې به هم برابروي.
هغه وويل چې قراردادي شرکت به د کال ٢ ميليون افغانۍ حکومت ته ورکوي او په ياده تفريحي سيمه کې به په راتلونکو شپږو کلونو کې ۲۰۰ ميليون افغانيو په ارزښت پانګونه کوي.
د ځاځياريوب ولسوالي اوسېدونکي غوښتنه کوي چې سپينېشګې تفريحي پارک کې ډېر ځنګلونه شته چې د ودانیزو کارونو په وخت بايد د پارک ښکلا زيانمنه نهشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ځاځياريوب ولسوالي يو شمېر اوسيدونکو وويل چې ياد تفريحي پارک تېرو کلونو کې هم په قرارداد د ورکړل شوی و؛ خو د سيلانيانيو لپاره پکې هيڅ ډول اسانتياوې برابرې نهشوې.
د سپينېشګې تفريحي پارک ته ګڼ شمېر داخلي او بهرني سيلانيان راځي، خو د سړک خرابوالی، د پاکو اوبو، برښنا او مخابراتي خدمتونو نشتون هغه ستونزې دي چې سيلانيان يې له ستونزو سره مخ کړي دي.



