Asset 1SWN

یحیی سرېع: د اسراییلو پوځي اډه مو وېشتلې

یحیی سرېع

په یمن کې د حوثیانو ډله وايي چې د اسراییلو په سوېل کې یې، د نواتېم په نوم پوځي اډه په توغندیو وېشتلې ده.

د حوثیانو ویاند یحیی سرېع ویلي: «موږ د اسراییلو په سوېل نېګېف کې پر نواتېم پوځي هوايي اډه برید وکړ.»

د نوموړي په وینا، په دې برید کې له هایپرسونیک بالېستیک توغندي کار اخیستل شوی دی. اسراییلو بیا ویلي چې له یمن څخه د دوی پر لور توغول شوی، توغندی یې، شنډ کړی دی.

حوثیانو له دې وړاندې هم د اسراییلو پر بېلابېلو سیمو توغندیز بریدونه کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دوی وايي، بریدونه د فلسطینیانو په ملاتړ کوي او تر هغو به روان وي چې اسراییلو غزه کې روانه جګړه نه‌وي درولي.

دا برید وروسته له هغې کېږي چې د یمن روغتیا وزارت وايي، د شنبې ماښام په صنعا کې د امریکا په بریدونو کې لږترلږه اته ملکي وګړي ټپیان شوي چې دوه ماشومان هم په‌کې شامل دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام