Asset 1SWN

سلام وطندار

د خوړو نړیوال‌ پروګرام: د افغانستان د غنمو حاصلاتو کې به ۳۵سلنه کموالی راشي

1683829651113

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې د پرله‌پسې درېیم کال لپاره د وچکالي او د ملخانو یرغل له امله اټکل کېږي چې سږکال به د دغه هېواد د غنمو په حاصلاتو کې کموالی راشي.

د یاد پروګرام له لوري په یوه تازه خپور شوي راپور کې وړاندوینه شوې چې سږکال به د افغانستان د غنمو په حاصلاتو کې له ۳۰ تر ۳۵سلنې کموالی راشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې ویل شوي، که څه هم سږکال د غنمو تولید کې د کموالي وړاندیونه شوې، خو بیا هم د تېرو کلونو په پرتله ښه‌والی ښيي.

هغه وویل: «له درېوو کلونو پرله‌پسې وچکالي وروسته د ۲۰۲۳ کال لپاره د غنمو تولید کې له ۳۰ تر ۳۵سلنې کسر وړاندوینه شوې، که څه هم وړاندوینه د تېرو کلونو په پرتله د غنمو تولید کې په ټولیزه توګه ښه‌والي ښيي، خو لوېدیځ ولایتونه به په احتمالي توګه له منځنۍ کچې لږ غنم ترلاسه کړي.»

بل‌خو یو‌شمېر کروندګر هم له خپلو حاصلاتو څخه د اندېښنې په څرګندونو سره وايي چې د اوبو کمښت او طبیعي افتونو یې د غنمو حاصلاتو ته زیان رسولی دی.

د سرپل یوه کروندګر شاه‌محمد سلام‌وطندار ته ویلي چې له تېرو درېوو کلونو راهیسې غنم کري، خو په وینا یې، حاصل یې په نشت حساب دی.

هغه وویل: «دوه-درې کاله کېږي چې غنم کرم، له ۵۰ تر ۷۰منه غنم کرم، هم للمي او هم اوبه‌ییز، یو تار غنم هم نه کوي. مالداري او کرنه صفر ده، هر کال له ۵۰ تر ۶۰زره افغانۍ لګښت کوم، خو هېڅ حاصل نه لري.»

په ورته مهال تخار کې یو کروندګر محمدصادق بیا وايي چې د اوبو کمښت له امله یې له خپلو ځمکو حاصلات نه دي ترلاسه کړي. د نوموړي په وینا، هر کال به یې له خپلو ځمکو تر ۱۰۰بوجۍ غنم ترلاسه کول، خو سږکال د اوبو کمښت سره مخ دي.

 هغه وویل: «موږ هر کال له خپلو ځمکو له ۸۰ تر ۱۰۰ بوجۍ غنم راټولول، خو سږکال اوبه نه وې، دې ته اندېښمن یو چې د وریجو کرلو وخت هم رارسېدلی او اوبه نشته.»

اقتصادي کارپوهان په دې باور دی چې حکومت باید د اوړو او غنمو کمښت لپاره له شته امکاناتو په استفادې پر شاړو ځمکو هم غنم وکري.

د اقتصادي چاروکارپوه تاج محمد تلاش وايي، که د قوش‌تېپې کانال په سمه توګه مدیریت شي، د نهو شمالي ولایتونو ځمکې به خړوبې کړي او کولای شي چې د غنمو برخه کې د افغانستان اړتیاوې پوره کړي.

هغه وویل: «لومړی باید غله‌جات لکه وریجې، غنم، جوار پر هغو ځمکو وکرل شي، څه پرې نه وي کښت شوي او وروسته اوبه ورکړل شي. دا لامل کېږي چې افغانستان راتلونکو دوو کلونو کې ځان‌بسیاینې ته ورسېږي. باید پر وچو ځمکو پانګونه وشي، ځکه دا د کرنې سکټور په ګټه ده.»

د خوړو نړیوال پروګرام په خپل راپور کې ټينګار کړی چې د وچکالي او ملخانو یرغل له امله به نه یوازې شمالي ولایتونه، بلکې لویدیځ ولایتونه به هم د غنمو له منځنۍ کچې لږ حاصلات ترلاسه کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هڅه مو وکړه چې دې برخه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نه‌شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام