ځايي مسوولان وايي، دغه ۶۸ پرمختیايي پروژې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې تطبیق کیږي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست محمد یونس اخندزاده (سهشنبه، وري ۵) د دغو پروژو د چارو پرانیستې پرمهال ډاډ ورکړ چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي.
ده وویل، امکاناتو ته په پام د هېواد لرې پرتو او محرومو سیمو کې به بنسټیزې پرمختیايي پروژې چې د خلکو ټولنیزه هوساینه پرې تړلې ده، تطبیق کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغو پروژو کې د کلیو سړکونو، پُلونو، پُلچکونو، استنادي دېوالونو او د اوبو لګونې کانالونو جوړول شاملیږي.
د دغو پروژو په عملي کېدو سره به زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره، کرنیزې ځمکې خړوبې او سلګونه جریبه ځمکه د سېلابونو له خطر څخه په امن کې شي.