په کندوز کې یوشمېر ښځې له وخته مخکې یې د وېښتانو سپینېدو اندېښمنې کړي او وايي، ارثيوالی د درملو کارول او اروايي فشارونه یې له وخته مخکې د وېښتانو سپینېدو لامل شوي دي.
د کندوز اوسېدونکې سمیرا چې ۲۵ کاله عمر لري وايي، اروايي ستونزو یې له وخته مخکې وېښتان سپین کړي دي. هغه زیاتوي: «په ژوند کې ډېر فشارونه تجربه کوم؛ وېښتان مې ډېر ژر سپین شول؛ دغه وضعیت اندېښمنه کړې یم؛ احساس کوم چې ژوند مې بدل کړم، څو مې وېښتان بېرته سم شي.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندوز یوه بله اوسېدونکې لیدا وايي، د خپلو وېښتانو تر څنګ یې د مور او ورونو وېښتان هم له وخته مخکې سپین شوي دي. هغه زیاتوي: «تازه مې پام شوی چې وېښتان مې مخکې له وخته په سپینېدو دي. دې مسلې اندېښمنه کړې یم او تر فشار لاندې راوستې یم؛ ځکه دا احساس کم چې ژر به زړه شم.»
د کندوز اوسېدونکې امنه بیا وايي چې له وخته مخکې د وېښتانو سپینېدل له پلاره ورته په میراث پاتې دي او په نهه کلنۍ کې یې وېښتان سپین شوي دي. هغه زیاتوي: «کله چې نهه کلنه شوم، وېښتان مې په سپینېدو شول؛ د پلار مې هم همداسې شوي وو. د درملنې هڅه مې یې وکړه، خو که دا مسله ارثي وي، درملنه یې بېګټې ده.»
د کندوز یوه بله اوسېدونکې پرستو چې ۲۰ کاله عمر لري وايي، د اروايي ناروغي لپاره د درملو په کارولو سره یې وېښتان له وخته مخکې سپین شوي دي. د هغې په خبره: «کله مې چې د اعصابو درمل پیل کړل، پام مې شو چې څو دانې وېښتان مې سپین شوي او په دې سره مې اندېښنې پیل شوې؛ فکر مې کاوه چې په ځوانۍ کې زړه شوې یم.»
ډاکټران وايي چې اروايي ستونزې، ارثيوالی او په وجود کې د ځینو ویټامینونو کموالی یې له وخته مخکې د وېښتانو د سپینوالي لامل شوي دي.
د کندوز په حوزوي روغتون کې د پوستکي ناروغیو متخصص عارف مومند وايي: «له وخته مخکې د وېښتانو سپینوالی کېدای شي د اروايي نارامیو، روحي فشارونو، جنیټیکي لاملونو، په وجود کې د ویټامینونو او مغزي توکو کموالي له کبله وي. د دې ستونزې د کنټرول او مخنیوي لپاره باید هغه لاملونه وپېژندل شي چې د دې ستونزې د پیدا کېدو لامل شوي دي.»
بلهخوا ارواپوه مریم وايي، فشار، خپګان او اروايي ناخوښۍ د ښځو جسمي او اروايي سلامتیا له ګواښ سره مخامخ کړي. نوموړې زیاتوي: «کندوز کې ډېرې ښځې د ټولنیزو، اقتصادي او کورنیو فشارونو له کبله پر اروايي ستونزو اخته شوي او دا یې پر اروايي سلامتیا ډېر اغېز وکړي او ښايي له وخته مخکې د وېښتانو سپېنېدو لامل یې شي.»
ناسالم خواړه، کم او نامنظم خوب، ککړ چاپېریال، د ځان سینګارولو او رغېدلو لپاره د بېکیفیته توکو او درملو کارول، اروايي فشارونه او ارثيوالی له وخته مخکې د ښځو د وېښتانو سپینېدو لامل کېږي.