Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان کې د اوبو کمښت پر یوې سختې ټولنیزې ننګونې بدلېدونکی دی

ههلمند-

د هلمند يو کروندګر محمدعوض وايي، هر کال د خپلو کروندو د خړوبولو لپاره لازمو اوبو ته لاسرسی نه‌لري. د هلمند ګروندګر په دغه ولایت کې د اوبو کمښت اندېښمن کړي دي. محمدعوض له حکومت څخه د دې ستونزې د هواري په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

د اوبو نشتوالی د هلمند د کروندګرو یوازینۍ ستونزه نه‌ده، خو دې ننګونې په تېرو څو کلونو کې په هېواد کې د ډېرو کروندګرو کورنیو پر ژوند سیوری غوړولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند یو بل کروندګر عبدالهادي چې له نسلونو راهیسې پر کرنې بوخت دی وايي، د اوبو د کمښت ناورین یې ښايي په راتلونکو کلونو کې د ژوند هیلې له منځه یوسي.

هغه د اوبو د کمښت ستونزې ته په اشارې له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې د کروندګرو لپاره په پرمختللو وسايلو د اوبو لګولو اسانتياوې برابرې کړي. نوموړی زیاتوي: «موږ له دولت څخه غواړو چې موږ ته د اوبولګونې پرمختللي سېسټمونه جوړ کړي. خلک اوس هم پخوانی سېسټم کاروي. هغه وخت خو اوبه زیاتې وې، اوس نشته.»

د اوبو او برښنا وزارت ویاند مطېع‌الله عابد هم مني چې په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د اقلیمي بدلون او دایمي وچکالۍ له امله د اوبو د کمښت ستونزه زیاته شوې ده.

نوموړی وايي، د دغه وضعیت د کنټرول لپاره پر ځینو طرحو کار کوي، خو په خبره يې، په وروستیو کلونو کې د هېواد په ځینو برخو کې د اورښت اندازه ۹۰ سلنه کمه شوې ده.

په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین وايي، په یوازې ځان له وچکالۍ سره مبارزه ناشونې ده. هغه له نورو هېوادونو غواړي چې له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې کرنیز سکټور چې د ګڼ‌شمېر کورنیو ژوند پرې ولاړ دی، خو د اوبو کمښت تر ډېره دغه سکټور ته زیان رسولی دی.

د اوبو سرچینو او چاپېریال برخې کارپوه نجیب‌الله سدید سلام‌وطندار ته ویلي، که له اوبو، په تېره تر ځمکې لاندې اوبو نه ډېره ګټه پورته شي او د ځنګلونو وهل او د مخنیوي لپاره يې د اغېزمنو پروژو نشتوالی همداسې دوام وکړي، ښايي په افغانستان کې وضعیت لا خراب شي او د اوبو د کمښت ستونزه به لا پراخه شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په داسې حال کې چې افغانستان له دغه چاپېریالي ناورین سره لاس او ګریوان دی، په تېرو درېوو کلونو کې سیاسي ستونزې هم د دې لامل شوي چې په دې برخه کې ډېرې پروژې پلې نه‌شي او د اقلیم د بدلون په نړیواله سرمشریزه کې له درې‌کلن نه ګډون وروسته سږ کال افغانستان دا فرصت درلود چې په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي. تر دې غونډې وروسته لا څرګنده نه‌ده چې د افغانستان د چاپېریال د ناورینونو د کمولو لپاره به څومره عملي اقدامات وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام