ایراني چارواکو ویلي چې امریکا او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې ایران کې نږدې ۱۰۰۰۰ ملکي ځایونه په نښه کړي.
الجزیرې شبکې نن چهارشنبه د حوت ۲۰ / مارچ ۱۱ راپور ورکړی چې اسراییل او امریکا پر ایران د بریدونو پرمهال له ۱۳۰۰ څخه زیات ملکي وګړي هم وژلي.
راپور کې ویل شوي چې د حزبالله او اسراییلي پوځ ترمنځ هم نښتې دوام لري او ورسره هممهاله د ایران توغندي اسراییلو ته رسیدلي او په تلابیب او بیت المقدس کې د تازه بریدونو راپورونه ورکړل شوي.
دغهراز بحرین، عراق، کویټ، قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان دې وروستیو ساعتونو کې د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو راپورونه ورکړي.
ورته وخت کې د امریکا پوځ ویلي چې وروسته له هغې یې د ایران ۱۶ غیر فعاله مایناېښودونکې بېړۍ له منځه وړي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی وو، که د هُرمز تنګي له لارې د تېلو بهیر ګډوډ شي، نو سختې پایلې به ولري.