د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي، تېر ۲۰۲۴ کال کې یې له ۲ میلیون ډېرو افغان ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د شري ناروغۍ ضد واکسین تطبیق کړی دی.
یونیسف ټینګار کړی چې دوی د خپلو شریکانو سره کډ کار کوي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې په ټول افغانستان کې ماشومان د شري په څېر د مخنیوي وړ ناروغیو څخه خوندي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا داسې مهال دی چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وویل، تېره مارچ میاشت کې افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې ۴۲ سلنه زیاتې شوي دي.
د روغتیا سازمان یوه رپوټ کې ویلي چې د نسناستې، ملاریا او کانګو تبې په څېر ناروغۍ هم د فبروري میاشتې په پرتله مارچ میاشت کې زیاتوالی ښيي.


