پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازې فیلیپا کانډلر ویلي، له دغه هېواده د افغان کډوالو جبري ستنول د هېڅ لوري په ګټه نهدي.
هغې ټینګار کړی چې دغه موضوع څو اړخیزې تګلارې ته اړتیا لري او دواړه هېوادونه دې د افغان کډوالو داوطلبانه ستنېدو ته زمینه برابره کړي.
فیلیپا کانډلر زیاته کړې چې له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستل اساسي حللار نه ده.
د هغې په خبره، ۲۰۲۳ کال کې ډېری په زوره ایستل شوي افغان کډوال بېرته پاکستان ته ستانه شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لپاره ورکړل شوی ضربالاجل نن د مارچ ۳۱مه پایته رسیږي.
خو پاکستان کې یوشمېر افغان کډوال د یاد ضربالاجل د غځېدو غوښتونکي دي.
دوه ورځې وړاندې د اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني سلاموطندار ته وویل، له پاکستانه د کډوالو اېستلو بهیر د پیل موده، د اختر ورځو سره برابره ده او پاکستان نهباید د اختر خوشحالي د افغان کډوالو لپاره په غم بدله کړي.
پاکستان د مارچ په ۷مه «ACC» کارت لرونکو افغان کډوالو ته سپارښتنه کړې چې د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مه هغه هېواد خوشې کړي، کنه نو په جبري توګه به واېستل شي.
پاکستان د ناقانون کډوالو د بیرته ستنولو پروګرام د ۲۰۲۳ کال اکټوبر میاشت کې پیل کړ.
د ملګروملتونو د وروستیو شمېرو پر اساس، له هغه وخت راهیسې، څه باندې ۸۲۴زره افغانانو پاکستان خوشې کړی چې له دغه شمېر څخه څه باندې ۴۰ زره یې په جبري توګه اېستل شوي دي.