Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي

Farah_11

د میدان‌وردګ د امنیې قومنداني چارواکي وایي چې د دغه ولایت جلرېز ولسوالي په «سنګ‌لاخ دره» سیمه کې د یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي.

د امنیې قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار سلام‌وطندار ته وویل، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې ماشومانو په یوې ناچاوده مرمۍ لوبې کولې او تر چاودنې وروسته دواړه ماشومان ځای پر ځای وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اسرار وایي، د چاودلې مرمۍ نوعیت نه‌دی معلوم او وژل شویو ماشومانو عمرونه له ۶ کالونو نیولې تر لسو کالونو پورې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د میدان‌وردګ په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ناچاوده مرمیو او سرګلولو د چاودنو له امله یوشمېر ماشومان وژل شوي او یوشمېر ټپيان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام