Asset 1SWN

بادغېس کې دوه ماشومان څاه ته لوېدلي او مړه شوي‎

WhatsApp-Image-2024-10-12-at-9.22.30-PM-qvhnv7qpy82ry6mwf61c791l50068xrb8tzljx3zig

د بادغېس د امنیې قومانداني د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت ولسوالي په بالامرغاب ولسوالي کې دوه ماشومان څاه ته لوېدلي او مړه شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یادو ماشومانو پرون (د تلې ۲۱مه، شنبه) د بالامرغاب په پنیرک سیمه کې د یوې ژورې څاه ترڅنګ لوبې کولې چې ور لوېدلي او مړه شوي دي.

په وروستیو اوونیو کې څاه‌ګانو ته د ماشومانو ور لوېدو پېښې زیاتې شوې دي. د تلې به لسمه هم یو شپږ کلن ماشوم د فراه د پرچمن ولسوالي په مین‌جوش سیمه کې یوې څاه ته ور لوېدلی او مړ شوی و. همداشان، د تلې په نهمه بیا په غزني کې یو ماشوم څاه ته لوېدلی و او وروسته د هغه د را اېستلو پر مهال څلور نور کسان ور ولولېدل او مړه شول.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت لس ورځې وړاندې ژورو څاه‌ګانو ته د ماشومانو او لویانو د لوېدو مخنیوي په موخه یوه کمېټه جوړه کړه او د څاه‌ګانو له خاوندانو یې وغوښتل چې همکاري ورسره وکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام