Asset 1SWN

بغلان کې ټرافیکي پېښې ۱۷ کسان مړه او ۳۴ نور ټپیان کړي

رویداد-ترافیکی-مرگ_بار-در-بغلان-1-qr6pfb45m9aemokbzfgf9ypy1xh6enrris8bhmpv2g (1)

په بغلان کې امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې د ۱۷ کسانو ژوند اخیستی او ۳۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بغلان د امنیې قومانداني ویاند شېراحمد برهاني وايي، نن سهار (د چنګاښ ۲۶مه، د سه‌شنبې ورځ) یو ۵۸۰ ډوله موټر چې مسافر یې لېږدول، د خنجان ولسوالي اړوند د شمالي سالنګ په تخته‌سنګ کې له سړک څخه ښي لوري ته اوښتی او رغړېدلی دی.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، ۱۷ کسانو ژوند بایللی او ۳۴ نور ټپیان شوي دي. په مړو شویو کسانو کې ۱۲ نارینه، دوه ښځې او درې ماشومان شامل دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د بغلان د امنیې قومانداني ویاند زیاتوي چې د خنجان امنیتي مسوولانو د یادې پېښې ټپیان د درملنې په موخه د بغلان ولایتي روغتون ته لېږدولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام