د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن شپه او ورځ دوه لوبې کېږي چې لومړۍ لوبه کې رویال چلنجر بنګلور له پنجاب کنګز سره پر لوبه بوخت دی او دویمه سیالي کې به ډیلي کپېټلز له کلکته نایټراډرز سره لوبه وکړي.
د ډیلي کپېټلز او کلکته نایټراډرز لوبډلو ترمنځ سیالي به نن ماښام ۶:۳۰ بجې د ډیلي په ارون جېټلې لوبغالي کې ترسره شي.
د پنجاب کنګز او رویال چلنجر بنګلور لوبډلو تراوسه په ایپياېل لیګ کې پنځه پنځه لوبې کړي چې پنجاب درې ځله او بنګلور دوه ځلې بریاوې خپلې کړې دي.
پنجاب دا مهال د ایپياېل لیګ د جدول په پنځم ځای کې شتون لري او بنګلور بیا اتم ځای خپل کړی دی. بلخوا د نن شپې په دویمه لوبه کې به د جدول وروستۍ ډیلي کپېټلز د جدول له اوومې کلکته نایټراډرز لوبډلې سره لوبه وکړي.
ډیلي کپېټلز تراوسه دغه لیګ کې پنځه لوبې کړي چې پنځه یې واړه یې بایللي او لا هم خپلې لومړۍ بریا ته شېبې شماري.
خو کلته نایټراډرز لوبډلې بیا دوه لوبې ګتلي او درې یې بایللي دي چې په نن لوبې کې به هم د بریا په هوډ لوبغالي ته ښکته شي. کلکته نایټراډرز لوبډله کې افغان لوبغاړی رحمنالله ګربز هم لوبه کوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په بېګانۍ لوبه کې بیا لکناو سوپر جاینټز لوبډلې له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته پیاوړې راجستان رویلز لوبډلې ته ماته ورکړه.