په داسې حال کې چې د میلیونونو افغانانو د ژوند دوام د نړیوالې ټولنې بشردوستانه مرستو پورې تړاو لري، د ملګروملتونو د خوړو نړیوال سازمان یوې خبرپاڼه کې ویلي، د بودیجې کمښت له امله به راتلونکې اپرېل میاشت کې افغانستان کې اړمنو ته د مرستو رسول محدود کړي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بودیجې کمښت په دلیل د روان میلادي کال اپرېل میاشت کې د ۱۳ میلیونه اړمنو له ډلې څخه یوازې ۴ میلیونه کسانو ته بشري مرستې برابرولی شي.
د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې راتلونکې اپرېل میاشت کې اړمنو ته د مرستو رسولو لپاره ۹۳ میلیونه ډالرو او راتلونکو شپږو میاشتو کې بیا ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مشرې هیسیو ویلي وویل:«د خوړو مرستې داسې مهال کمېږي چې افغانانو یو بل سوړ ژمی تېر کړ او دامهال یو پر بل پسې بحرانونو سره د مبارزې په دلیل ستړي شوي دي.»
سیفالله د تخار اوسېدونکی دی او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره تالقانو ښار ته راغلی. نوموړی سلاموطندار ته وايي چې شپږ کسیزه کورنۍ یې ورته په تمه ده چې ډک لاس بېرته کور ته ستون شي.
هغه وویل، زیاتره ورځ د کار او پیسو نه پیداکولو په دلیل اړ دی، تش لاس کور ته ستون شي او د کورنۍ غړي یې ټوله شپه په لوږه تېره کړي.
نوموړي وویل: «کله کار وي او کله نه وي. د کور روزګار زما ورځني کار پورې تړاو لري. که کار وکړم ۲۰۰ او ۲۵۰ افغانۍ پیدا کړم، ورځ مو ښه وي، او چې کار ونه کړم، ورځو توره ده او کورنۍ مې هم غمګین وي.»
د غور اوسېدونکی عبدالظاهر بیا وايي، د ژوند تېرولو لپاره د بشري مرستو ترلاسه کولو ته په تمه دی. هغه چې خپله یو څه شتمني یې د مېرمنې په درملنې مصرف کړې وايي: «که موسسې راسره مرسته ونه کړي، له لوږې به مړه شو، که مرسته ونه کړي، موږ به خلاص شو، هېڅ خوړو ته نهلرو.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې تېرو ۲۵ کلونو ته په پرتله افغانستان روان کال د قحطۍ تر ټولو جدي ګواښ سره مخ دی او د دغه بنسټ د خوړو مرستې هم د میلیونونو افغانانو لپاره د ژغورنې وروستۍ لاره ده.