Asset 1SWN

سلام وطندار

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د بشارالاسد حکومت د پرځېدو هرکلی وکړ

وزارت-خارجه-p2im31uu8ctyuy4lyt7g11ioyezo3qh8bhkr6u7mh4 (1)

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د بشارالاسد حکومت د پرځېدو هرکلي ترڅنګ ویلي چې د تحریر شام پلاوي او د دغه هېواد خلکو ته د «جګړې او بې‌ثباتۍ اصلي لاملونو» د له منځه وړلو له کبله مبارکي وايي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه وزارت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، تمه لري په سوریه کې روان وضعیت داسې مدیریت شي چې په دغه هېواد کې یوه سوله‌ييز او یوموټي نظام جوړېدو ته لاره هواره کړي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: «هیله‌ لرو چې د واک لېږد د سوریې د خلکو له هیلو سره سم مخې ته ولاړ شي او د یوه داسې خپلواک اسلامي او خدمتګار نظام جوړېدو ته لاره هواره شي چې ملي روغې جوړې ته لومړیتوب ورکړي او یو بل نه د جلا کېدو او غچ اخیستو څخه ډډه وکړي.»

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې له بهرنیو لوبغاړو څخه هم غوښتي، څو د دغه هېواد له نوي حکومت سره د مثبت تعامل او رغېدونکې همکارۍ سیاست غوره کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په سوریه کې وسله‌والو ډلو پرون د دمشق ښار په نیولو سره د بشارالاسد حکومت را نسکور کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام