د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رییس عبدالمتین سعید نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دغه وزارت په ۱۴۰۱ کال کې ۱۹۳ میلیارډه او ۹۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول او دا د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښیي.
د نوموړي په وینا، په ۱۴۰۱ کال کې د دغه وزارت د عوایدو له ډلې ۱۱۱ میلیارډه او پنځه میلیونه افغانۍ د ګمرکونو، ۱۵ میلیارډه د صادراتو، څلور میلیارډه د وارداتو او دوه میلیارډه هم د توکو د ټرانزیټ له لارې ترلاسه شوي دي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رییس د فساد له منځه وړل، د صادراتو زیاتوالی، د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې او روڼتیا د عوایدو زیاتېدو مهم لاملونه بولي.
هغه زیاته کړه چې د مالیې وزارت په ۱۴۰۱ مالي کال کې ۱۹۵ میلیارډه او ۲۴۷ میلیونه افغانۍ لګښت درلود چې دا د تېر مالي کال د ټولې بودیجې ۸۱.۶۸ سلنه جوړوي.
په ورته وخت کې د مالیې وزارت د خزاینو عمومي رییس نصرتالله محمود د هغو ادارو په اړه چې تېر کال یې بودیجه کې تر ټولو ډېر لګښت لرلی، وايي: «د کورنیو چارو وزارت تر ټولو ډېر لګښت درلود، ورپسې د دفاع او پوهنې وزارتونو چې یوازې پوهنې وزارت نږدې ۳۰ میلیارډه افغانۍ لګولي. همدارنګه، د لوړو زدهکړو او د شهیدانو او معلولانو چارو وزارتونو ډېر لګښتونه لرل.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا داسې مهال ده چې د نوي مالي کال له پیل څخه نږدې درې اوونۍ تېرېږي، خو تر اوسه د مالي کال د بودیجې سند د حکومت لهخوا نهدی تصویب شوی.