په افغانستان کې يوازيني پاتې شوي يهود زبولن سمنټف ويلي، اسراییلو ته له دې وېرې ځي چې که چېرې امريکايي سرتېرې له افغانستانه ووځي، نو يوه تشه پيدا کېږي چې د طالبانو په څېر افراطي ډله به يې ډکه کړي.
سمنټف په کابل کې د یهوديانو د عبادت ځای یوازینی ساتونکی دی چې عرب نیوز ته يې ويلي، له اسراییلو به د افغانستان اوضاع د ټلویزیون له لارې څاري ترڅو پوه شي چې دلته څه تېرېږي.
د نوموړي له حضور پرته به پلازمېنه کې د يهودانو عبادت ځای وتړل شي او په افغانستان کې د يهودانو د دورې ژوند چې د څېړنکيو په باور کم له کمه ۲۰۰۰ کاله وړاندې پيل شوی و، پای ومومي.
د عربنیوز د راپور پر بنسټ، له ۱۹۹۸ کال راهيسې د نوموړي مېرمن او دوه لورانې په اسراييلو کې ژوند کوي؛ خو سمنټف افغانستان ترک نهکړ او څو لسيزې يې په ځانګړې توګه د طالبانو د رژيم او نورو سياسي ناندريو کې تېرې کړې.
نوموړي عربنیوز ته ويلي: « زه بريالی شوم، د يهودانو د زمري په شان مې کابل کې له عبادت ځای نه ساتنه وکړه.»
د غاليو او جواهرو پلورنکی زبولن سمنټف په هرات کې زېږېدلی.
په ۱۹۴۸ کې کال کې د اسراييلو د دولت له جوړېدو وروسته شاوخوا ۵ زره افغاني يهودان اسراييلو ته لاړل. يو شمېر نورو يې هم په ۱۹۷۹ کال کې د شوري يرغل پر مهال افغانستان ترک کړ.