د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي، دغه کتنه کې د دغه وزارت سیاسي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټولینزو همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «شېرمحمد عباس ستانکزي دې لیدنه کې د اذربایجان د لوېدلې الوتکې له امله خپله خواخوږي څرګنده کړه او د دواړو لوریو پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پراختیا ټينګار وکړ. افغانستان کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف ټينګار وکړ چې هېواد کې افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي تعاملاتو پراختیا برخه کې لېوالتیا لري.»
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د اذربایجان د سفیر له قوله ویل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا مهمه او ارزښتاکه ده.
په همدې حال کې د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان دې وروستیو کې د اسلامي امارت د چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو د استازو ترمنځ غونډو ته په اشارې وایي، ا.ا هڅه کوي د نړیوال مشروعیت د ترلاسهکولو لپاره له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
د سیاسي چارو کارپوه نیازمحمد همدرد وايي: «افغانستان له څلور لسیزې وروسته ثبات راغلی او د همکاري زمینه برابره شوې، فرصتونه رامنځته شوي او ګڼ هېوادونه غواړي نږدې اړیکې ولري؛ افغانستان سیمه کې د اتصال مهم رول لري او هېوادونو درک کړې چې افغانستان ورته ګټور کېدای شي.»
د سیاسي چارو یوه بل کارپوه خلیل احمد نادیم وویل: «هېوادونو ته خپلې ګټې مهمې دي او دوی ته مهم ندی چې کوم نظام واکمن دی، افغانستان د سوېلي او مرکزي اسیا د وصل نکته ده او هېوادونه خپلو اړتیاو ته په کتو هڅه کوي چې افغانستان سره اړیکې ټينګې کړي او دا د افغانستان په ګټه هم دی.»
که څه هم اذربایجان اسلامي امارت په رسمیت نهدی پېژندلی؛ خو په تېرو درېیو کلونو کې یې هڅه کړې چې له افغانستان سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.