Asset 1SWN

سلام وطندار

تخار کې چاودنې یو کس وژلی او دوه یې ټپیان کړي

blast-in-takhar-puvwvfsf8539iz4c5ic0inh0e2343spa7kad18d4fg

په تخار کې ځايي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې یوه کس نن سهار شاوخوا نهه بجې غوښتل چې لاسي بم د تالقان ښار د «صرافۍ بازار» سیمه کې یوې صرافي ته ور وغورځوي، خو له موخې مخکې چاودلی دی.  

د سرچینو په وینا، په چاودنه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د تخار د امنیې قومانداني ویاند عبدالمبین ساپی هم تاییدوي چې یاد کس غوښتل د صرافي یوې هټۍ ته لاسي بم ور وغورځوي، خو په لاس کې یې چاودلی دی.

د نوموړي په وینا، په چاودنه کې د دغه کس په ګډون، درې کسان ټپیان شوي دي.

تراوسه کوم چا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم د دغه کس په اړه ډېر جزیات ورکړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام