Asset 1SWN

غزه کې لنډمهاله اوربند؛ اسراییلو د امریکا له پلان سره هوکړه کړې

237404

د اسراییلو حکومت وايي چې د امریکا له لوري په غزه کې د لنډمهالي اوربند په اړه وړاندیز شوی پلان یې، منلی دی.

د اسراییل د لومړي وزیر بینیامین نتن‌یاهو دفتر نن یکشنبه، مارچ دویمه غزه کې د اوربند لومړي پړاو له پای ته رسېدو، څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې د روژې میاشتې او د یهودانو جشن په مناسبت د امریکا له لوري غزه کې د لنډمهالي اوربند له پلان سره یې، موافقه کړې ده.

د یاد پلان له مخې به یوشمېر اسراییلي برمته شوي خوشې شي او د ځینو مړو شویو جسدونه به ورته وسپارل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسراییلو په غزه کې د لنډمهالي اوربند پلان منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویټکوف له‌خوا وړاندې شوی دی.

حماس بیا د اسراییلو لومړي وزیر د دفتر له لوري د خپور شوي بیان په غبرګون کې ویلي، دا روښانه تایید دی چې اسراییل له لاسلیک کړو، هوکړو انکار کوي.

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي محمود مرداوي ویلي: «دا دوامداره لاسوهنه به یرغمل شوي کسان خپلو کورنیو ته بېرته ستانه نکړي، بلکې برعکس دا به د دوی د دوامداره کړاوو او د دوی ژوند له خطر سره مخ کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې لنډمهاله اوربند اړین و، ځکه په وینا یې، دې مودې کې به پر دایمي اوربند د خبرو کولو لپاره شرایط برابر شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام