نورستان؛ له کورونا وروسته هم ډېری کسان د وجود د کمزورۍ احساس کوي

ساحل د نورستان ولایت اوسېدونکی دی او د کورونا په لومړۍ څپه کې یو له هغو لسګونو نورستانیانو وو چې پرې اخته شو. نوموړی وايي، د کورونا ناروغۍ پر ضد په جوړ شوي مرکز کې يې درملنه شوې ده.

ساحل وایي، که څه هم اوس ښه دی؛ خو نفس تنګي او د بدن سستیا لا هم ورسره ده او ترې نه دی اوزګار شوی.

کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، د ۱۶۹۹ شکمنو کسانو نمونې يې کتلي چې له ډلې یې د ۱۴۰ کسانو پایلې مثبتې دي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي چې په یاده موده کې ۲۷۹ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه هم شوي دي چې له دې سره د ټولو ښو شويو شمېر ۴۱ زره ۶۱۰ ته رسېږي. د معلوماتو له مخې دغه تازه مثبتې پېښې په ۱۷ ولایتونو کې ثبت شوې دي.