سیګار: د افغانستان بانکي نظام فلج شوی
د افغانستان بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړې پلټونکې ادارې يا سيګار د افغانستان د بانکي نظام د ناوړه وضعیت څخه پرده پورته کړې
د افغانستان بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړې پلټونکې ادارې يا سيګار د افغانستان د بانکي نظام د ناوړه وضعیت څخه پرده پورته کړې
د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا پلټونکې ادارې يا سیګار په خپل کلني راپور کې په افغانستان کې د لوړې کچې ګواښونو تر نامه لاندې اتو جدي ګواښونو ته اشاره کړې چې د ناامنیو ډېرښت په کې په لوړه کچه ښودل شوی دی.
د راپور له مخې، د دوحې د سولې هوکړه او د سولې له بینالافغاني مذاکراتو وروسته سولې او د تاوتریخوالي کمښت ته د هیله مندیو سربېره، د طالبانو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې یا سیګار په یوه لیک کې چې د بهرنیو چارو، دفاع او د امریکا د نړیوالې پراختیا مسوول ته یې لیکلی ویل شوي چې افغانستان د فساد مخنیوي لپاره محدود ګامونه پورته کړي دي او په دې هېواد کې له فساد سره مبارزه محدوده او نمایشي ده.
په دې لیک کې راغلي چې د افغانستان حکومت اصلاحات د کاغذ په پاڼو، قواعدو او د جلسو جوړولو ته محدود دي او دا اصلاحات او ګامونه هغه وخت ډېر شوي چې د مرستندويه هېوادونو نظارت زیات شوی دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکې ادارې یا سیګار په تازه راپور کې راغلي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې افغانستان لپاره د امريکا ۱۹ ميليارده ډالره مرسته حيف او ميل شوې ده.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون