بې‌پولې خبریالان: حکومت باید په ټول توان د خبریالانو ژوند خوندي کړي

د بې‌پولې خبریالانو سازمان وايي، افغان حکومت باید د خبریالانو د خوندیتوب لپاره خپل ټول توان وکاروي. د دغه بنسټ په وینا، افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد و چې د غور غږ راډیو د مسوول بسم‌الله عادل په ترور سره ۲۰۲۱ کال هم په نړۍ کې د خبریالانو په وژل کېدو پیل شو.

د خبریالانو د خوندیتوب په اړه له امنیتي ادارو د طاهر زهیر غوښتنه

د اطلاعاتو او کلتور وزیر طاهر زهیر وايي، پر خبریالانو برید جنګي جنایت دی او امنیتي ادارې باید د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره لاس په‌ کار شي. 

نوموړي نن د یوې خبري غونډې پر مهال د ملي امنیت له عمومي ریاست او کورنیو چارو وزارت نه وغوښتل چې د خبریالانو د ژوند ژغورلو لپاره پر ځانګړو طرحو کار وکړي.