د ملګرو ملتونو امنیت شورا کابل کې د پاکستان پر سفارت برید غندلی
د ملګروملتونو امنیت شورا په یوې خپرپاڼه کې کابل کې د پاکستان پر سفارت شوی برید «ترهګریز» بللی او هغه یې غندلی دی.
دغه پېښه پرون جمعه د لیندۍ یوولسمه شوې ده. له پېښې وروسته د پاکستان حکومت ویلي چې د یاد برید موخه کابل کې د دغه هېواد سفیر عبیدالرحمن نظاماني و، خو نوموړی ترې روغ وتلی او ساتونکی یې ټپي شوی دی.