ازبکستان کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه نړیواله ناسته جوړېږي
ازبکستان د افغانستان په اړه د یوې سترې نړیوالې ناستې له جوړېدو خبر ورکوي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ټاکل شوې یاده ناسته د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نېټه جوړه شي چې د نړۍ ۲۰ هېوادونه به پهکې ګډون وکړي.
په وروستۍ زلزله کې د ویجاړو شویو کورونو بیارغونې لپاره کمېټه جوړېږي
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال شرفالدین مسلم وايي، سوېل ختیځو ولایتونو کې د دوه اوونۍ وړاندې زلزلې پرمهال د ویجاړو شویو کورونو بیارغولو لپاره یوه کمېټه رامنځته کوي.
چین راتلونکې میاشت د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ناستې کوربه دی
ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمه ناسته د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په وروستیو اوونیو کې د چین په پلازمېنه پکن کې جوړه شي.
د دولتي ادارو د کاري مهالوېش د تنظیم نوی لارښود جوړېږي
په هېواد کې د کورونا ویرووس د مثبتو پېښو د زیاتوالي سره هممهاله، حکومت د دولتي ادارو د کارکوونکو د کاري رژیم د بدلون طرحه وړاندې کړې وه چې له مخې یې، د دولتي ادارو هغه کارکوونکي چې له ۵۵کلونو څخه پورته عمر لري، پر تنفسي او د زړه پر ناروغۍ اخته وي، اړ دي چې له کور څخه کار وکړي.