د سلام وطندار دوو خبریالانو د کال د «غوره راډیويي ویاند او خبریال» جایزې وګټلې
د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د خبریال ملي ورځې په ویاړ د څه باندې ۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو له ډلې ۲۰ هغه په بېلابېلو کټګوریو کې د کال د غوره خبریال او د رسنیو کارکوونکو په توګه ونومول چې د یوې رقابتي پروسې له لارې یې نوملیکنه کړې وه او پهکې بریالي شوي وو.
له پیسو ډکو بیکونو سره د غني تېښته؛ ساتونکی یې کره سندونه لري
د برېټانیې ډیلي مېل ورځپاڼې راپور ورکړی چې د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني ساتونکی عطا شریفي چې د حکومت د سقوط پر مهال نه دی بریالی شوی له غني سره یوځای له هېواد بهر ووځي او اوس چې یې په افغانستان کې یوه خوندي ځای کې ځان پټ کړی وایي، داسې سندونه لري چې ولسمشر له پیسو ډکو بیکونو سره تښتېدلی دی.
طالبان: د امریکا په تور نوملړ کې د حقاني کورنۍ د غړیو موجودیت د دوحې هوکړهلیک نقض دی
طالبانو د امریکا په تور نوملړ کې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر سراجالدین حقاني او د هغه د کورنۍ د غړیو موجودیت په غبرګون کې ویلي چې دغه کار د دوحې هوکړهلیک نقض دی. په هغې خبرپاڼه کې چې د طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد خپره کړې، لیکل شوي چې د امریکا دا پرېکړه د دوحې هوکړهلیک نقض دی او د هېڅ لوري په ګټه هم نه دی.
امریکا د سیډني مېزل په اړه د معلوماتو په بدل کې د ۵ میلیونه ډالرو جایزه ټاکلې
امریکا د دغه هېواد اوسېدونکې سیډني میزل چې د ۲۰۰۸ میلادي کال د جنورۍ په ۲۶ نېټه په کندهار ولایت کې لا درکه شوې، د معلوماتو په بدل کې ۵میلیونه ډالر جایزه ټاکلې ده.
امریکا ۷ وژل شویو افغان مېرمنو ته د اتلو ښځو افتخاري جایزه ورکوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې چې د اتلو ښځو افتخاري جایزه ۷ افغان مېرمنو ته ورکوي. دغو ښځو په ۲۰۲۰ میلادي کال کې خلکو ته د کار پر مهال په هدفي وژنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.