د کانونو او پټرولیم وزارت تنقیص شويو کارکوونکيو «پرلت» وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت سلګونه تنقیص شويو کارکوونکيو نن سهار اعتراض وکړ او د یاد وزارت مخې ته یې د پرلت خېمه ووهله. دوی وايي، له ټولو ۲۶۶۶ کارکوونکيو دغه وزارت ۱۲۰۹ کارکوونکي له خپلو دندو لرې کړي دي چې په درېیمو او څلورمو بستونو کې په دندو بوخت وو.

اعتراض کوونکي د دې وزارت د سلګونو کارکوونکيو او مامورینو تنقیص کول، د ملکي خدمتونو د قانون خلاف ګڼي او وايي، د دې شمېر کارکوونکيو د لرې کولو په اړه پرېکړه قانوني نه ده او پر دې پرېکړې دې بيا کتنه وشي.

د ۹ کلن عبدالرووف تښتولو غبرګون کې د بلخ ولايت دروازه وتړل شوه

بلخ ولايت کې یو شمېر ترکمنو مېرمنو د انسان تښتوونکيو له منګولو د ۹کلن عبدالرووف د خوشې کولو په برخه کې د بلخ د سیمه‌يیزو چارواکيو د ناتوانۍ په غبرګون کې اعتراض وکړ او د ياد ولايت دروازه يې وتړله.

۹کلن عبدالرووف شاوخوا ۴۷ ورځې وړاندې د وسله‌والو کسانو له لوري چې ویل کېږي پوځي کالي یې پر ځان وو؛ د مزار شریف ښار له څلورمې ناحیې وتښتاوه.

د پکتياوالو اعتراض؛ د اقرا برنامې تر چتر لاندې د ۱۰۳ ښوونځيو چارې په ټپه ولاړې دي

د پکتيا د مرکز ګردېز اړوند د تېرې په سيمه کې يو شمېر ځوانانو، مشرانو او د ښوونځيو زده کوونکيو د حکومت پر مرکزي او سيمه‌ييزې ادارې اعتراض وکړ چې د ۱۰۳ ښوونځيو جوړېدو چارې چې تېر کال پيل شوې وې، په ټپه درېدلي او د جوړېدو بيا پيل لپاره يې هېڅ هم نه دي کړي.