افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې
د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې نړیواله ټولنه باید ژرترژره له افغانستان سره همکاري وکړي او د افغانانو ترڅنګ په درېدو سره د روانې جګړې مخه ونیسي.